close
The Wayback Machine - https://web.archive.org/web/20131230222001/http://www.bbc.co.uk/pashto/

bbc.co.uk navigation

د بګرام په زندان کې د بندیانو د دوسیو څېړلو کمېټې ۶۵۰ تنه چې د ترهګرۍ تور نه دی پرې ثابت شوی، له بنده خوشي کړي. د دغې کمیټې چارواکي وايي دغه کسان امریکايي ځواکونو په تېرو کلونو کې د هغوی له کورونو، د کار له ځایونو او لارو نیولي وو.

د وردګ ولایت د ښاري محکمې مشر ويلي له یو شمېر دوسيو سره نا مسلکي چلند د دې لامل ګرځي چې مجرمان له اړينې سزا خوندي پاتې شي. وړاندې د یاد ولایت امنیتي چارواکو ښاري محکمه د مجرمانو د سزا کولو په برخه کې په ناغېړۍ تورنه کړې وه.

د روسیې په وولګوګراد ښار کې پر یوه بس باندې چاودنه شوې، چې لږ تر لږه ۱۵ کسان پکې وژل شوي دي. دا چاودنه له هغې یوه ورځ وروسته شوې، چې د دغه ښار په مرکزي تمځای کې یوه ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رسنیو د فعالیت د تنظیم لپاره ځانګړې لایحې کې جوړه کړې، چې پربنسټ یې هېڅ خصوصي او یا دولتي رسني نه شي کولای د نوماندانو د وروستي نوملړ د خپرېدو او د ټاکنیز کمپاین د رسمي پیل ترمنځ موده کې د کوم نوماند په ګټه فعالیت وکړي.

د ژورناليزم له ډګره

  • په دې پاڼه کې د نورو ګټورو مطالبو ترڅنګ تاسو د پښتو ژبې په اړه يو ژورلارښود ليدلى شئ چې د پښتو ژبې څېړونکي او ژبپوه، پوهاند ډاکتر مجاور احمد زيار ليکلى دی.

د هوا حالات

نن

ټيټه (°C)(°F)

لوړه (°C)(°F)

جاواسکريپټ ته اړتيا لرئ، جاواسکريپټ ته ستانۀ شئ

په ځايي وخت د مازديگر له څلور بجو وروسته تر نيمې شپې پورې لوړه درجه نه شئ ليدلى

Image

BBC © 2013 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .